IQNA

  نړیوال دې د ایران په ضد دصهیونیسټانو د جنګ غواړو اقداماتومخه ونیسي

15:13 - December 09, 2021
د خبر لمبر: 3485093
تهران (ایکنا) – د ملاییشیا د ولسی اسلامی غورځنګونو مشورتي شورا  په یوې اعلامیې کې دایران په ضد دتیریګر صهیونیسټي رژيم  دجنګ غواړو اقداماتو په اړه نړیوالو اورګانونو ته خبرداری ورکړ.

ایکناخبری آژانس له ملایشیا راپور راکړ،د ملایشیا د ولس د اسلامی تنظمیونو او غورځنګونو د مشورتي شورا (MAPIM) د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې ددغې شورا مشر محمدعزمی عبدالمجید لاسلیک کړې ده،په ایران دحملې لپاره د صهیونیسټ رژيم د خوځښتونو په باب سخت خبرداری ورکړ .

په دغې اعلامیې کې راغلي دي،مونږ د ملګروملتو له امنیت شوراغواړو،په ایران د حملې په باب د اسرئيلو ددړکو په وړاندې دې جدي اقدام وکړي . دجنګ لپاره د اسرائيلو ښکاره ټاکنه به،په ویانا کې د ایران او نورو لورو ترمینځ د نړیوالې ایټمی موافقې په باب د سوله ایزو خبرواترو بهیر کمزوری کړی .دا ډیره اندیښمنونکي چاره ده چې نړیوال اورګانونه ، په ایران د حملې لپاره د اسرائيلو دیرغلیزپلان په وړاندې چپته خوله  دي .

ملګری ملتونه په ایران دحملې لپاره داسرائيلو دګواښ په وړاندې باید چپتیا ختمه کړي ،ځکه دغه اقدام داسې لمسونکی دی چې په سیمې کې به د پوځي ډغرې لپاره یوه پلامه وي .

په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ،اسرائيل دې له اور سره لوبې نه کوي ،راپور شوي چې اسرائيل دحملې په اړه دچتووالی لپاره د جنګ بشپړشبیه سازي او پلانونه پیل کړې ده .ملګري ملتونه باید یوې بشپړ سنبال پوځي ډغرې ته داسرائيلو د واریدیدو د مخنیوي لپاره  وارمخکې اقدام وکړي ،ګني نو بیا به حالات دهرچا له کنټروله وتلي وي او دحالاتو ترینګلتیا به ټوله نړیوالو اورګانونو ته متوجه وي .

https://iqna.ir/fa/news/4019613/%D9%

captcha